لسګونو هلمندي ځوانانو پر ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې افغانستان کې دې د روانې جګړې ننداره نه کوي، بلکې د مخنیوي لپاره یې د لاس په کار شي.
د جنوب لویدیځ زون مدني ټولنو او هلمندي ځوانانو پرون یکشنبې د چنګاښ ۱۳ مه کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې و ویل، یوناما دې جګړه نه ننداره کي، بلکې د مخنیوي لپاره یې مرسته وکړي.
دوی د جګړې د درولو او ژر اوربند په اړه خپل غوښتنلیک په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ته وسپاره.
دغه درې ماده ییز غوښتنلیک په یوه برخه کې راغلي، زموږ اساسي غوښتنې دا دي، چې نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید پر پاکستان فشار راوړي، څو دغه تاوتریخوالی چې وروستي حد ته رسېدلی، نور پای ته ورسوي.»
په دغه لیک کې غوښتل شوي، ملګري ملتونه دې په جدیت له طالبانو وغواړي چې جګړه پرېږدي، اوربند وکړي او د سولې لاره خپله کړي.
په سپارل شوي لیک کې دا هم ویل شوي، چې د سولې د خبرو د بیا پيل او د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب اړتیا ډېره ده، نو ملګري ملتونه دې د منځګړي رول ولوبوي.
لیک کې همدا شان دا هم غوښتل شوي چې ملګري ملتونه باید د جګړې ننداره ونه کړي، هغوی( یوناما) باید د جګړې په درېدو کې مرسته وکړي.
د یوناما ځواب: ډېر ژر به زموږ پیاوړی رول ووینۍ!
په ورته وخت کې یوناما دغه مدني فعالانو او ځوانانو ته ویلي، چې دوی لاس تر زنې نه دي ناست بلکې جدي کار کوي، چې افغانستان کې سوله راشي.
د مدني ټولنو د سولې استازي محمد جان وايي، د لیک سپارلو پر مهال د یوناما ځواب دا و چې دوی په دې برخه کې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.
د هغه په وینا یوناما دا هم ورته ویلي، هغه کسان چې په افغانستان کې مداخله کوي، هغوی سره په خبرو بوخت دي او ډېر ژر به ولسونه زموږ (یوناما) پياوړی رول وویني.
مدني فعالان او هلمندي ځوانان له ملګرو ملتونو دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل سره په هېواد کې جګړو د بل هر وخت په پرتله زور اخیستی دی.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/23119